جولای 17, 2019

الفتح عملیات/ مولوي محمد امین حیدري

الفتح عملیات/ مولوي محمد امین حیدري

شاعر:مولوي محمد امین حیدري

الفتح عملیاتو ته د خدای په نوم عنوان لیکم
فاتح د دې پیړۍ به د خپل وخت اتل افغان لیکم

نړۍ دي سلطنت ته غاړه کیښوده طالب یاره
نکلونو د تاریخ کې دي ویاړلی د جهان لیکم

خنجر د ي د کافر له سینې تیر او بیا را و ایست
ویل دي چې د سوبو د تاریخ رنګین داستان لیکم

ته اوښکې پاکوه د خپل زخمي وولس له سترګو
زه تالره ګټلی مجاهد افغانستان لیکم

امت ته دي د تیر دور د برم وثیقه راوړه
غمخور به دي د خپل عصر د هر یو مسلمان لیکم

په باب د سیاست کې د جوهر د ایمان وښود
په نوم دي د تسلسل د کامیابیو زه روان لیکم

راځه د سترګو توره حیدري دي هرکلی کړم
ارمان مي دي کلونو ستا په لاس کې سپین نښان لیکم

Related posts