د سولې که د جګړې د دوام مشورتي جرګه؟

د سولې که د جګړې د دوام مشورتي جرګه؟

د اونۍ تبصره :
د کابل رژیم اوازه ګډه کړې چې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به په کابل کې د سولې د مشورتي جرګې تر عنوان لاندې یوه لویه غونډه دائره کړي چې شاوخوا دوه زره کسان به یې ګډونوال وي.
لویه جرګه چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري په ډیر تأسف باید ووایو چې د نورو تاریخي ارزښتونو په شان په وروستیو اوولسو کلونو کې د لویې جرګې اصطلاح هم همیشه اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولې او د مؤمن ملت د غوښتنو په ضد یې ترې استفاده کړې.
په تاریخي لحاظ لویه جرګه همیشه د اولس له خوا دائریده او په هغه کې به د هیواد د خپلواکۍ د اخیستلو او د اشغالګرو په وړاندې د جهاد فیصلې کیدلې. خو د اشغال په تیرو اوولسو کلونو کې چې د لویې جرګې تر عنوان لاندې کوم مجالس دائر شوي، هدف یې یوازې نامشروع اشغال ته پایښت ورکول، د اشغالګرو ګټي خوندې کول او د حقپالو مجاهدینو او ویاړمنو مبارزینو په وړاندې موقف نیول وو.
د اشغال په موده کې دائرې شوې جرګې نه یوازې د هدف او مرام له اړخه ناسمې وې بلکې نتیجې یې همیشه منفي راوتلې دي. زموږ یاد دي چې په تیرو څو کلونوکې بیا بیا د سولې په نوم ورته مجالس او شوری ګانې جوړې شوي، خو نتیجه یې یوازې د اشغال دوام او د جګړې شدت راوتلی دی.
دې حقیقت ته په پام سره د اشرف غني د لړزیدلي رژیم لخوا یو ځل بیا د لویې جرګې په نوم د غونډې دائرول د هغو ناکامو تجربو تکرار دی چې یوازینۍ لاسته راوړنه به یې څو ورځې د رسنیو بوختیا، دروغجن تبلیغات او د سلګونو میلیونه افغانیو بې ځایه مصرف او اختلاس وي. له دې پرته به د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه ونلري.
د ارګ واکمن چې د سولې په موضوع کې د ټول اولس په وړاندې ولاړ دی او وروستیو بمبارونو، ملکي عاموژنو او د اشغال د تداوم هڅو یې د افغان اولس تر منځ اعتبار سخت زیانمن کړی دی، اوس هڅه کوي د تش په نامه مشورتي جرګې په تدویر سره ځان سوله خوښی وښيي او خلکو ته دا فکر ورکړي چې د سولې د موضوع په اړه بې تفاوته نه دی. په دې سربیره به اشرف غني له دې غونډې د خپل نامشروع واک د تمدیدولو هڅه هم وکړي.
د سولې تر نوم لاندې مشورتي جرګه چې د ګوډاګي رژیم مشرانو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره رابللې په هیڅ وجه د افغان مؤمن اولس په ګټه نه ده اونه هم د سولې په برخه کې د کوم مثبت ګام هیله ترې کیدلای شي. دا جرګه به د اشرف غني جګړه خوښی موقف تائید کړي او په دې ډول به د اشغال او روانې جګړې د غځیدلو سبب شي. نو ځکه پر ځای نه ده چې دغه غونډه د سولې جرګه وبلل شي. بلکې د جګړې د دوام مشورتي ناسته باید وګڼل شي.

Related posts