جولای 17, 2019

 یتیم محراب!

 یتیم محراب!

شاعر:دادمحمد ناوک

د شهید جومات یتیم محراب ولاړ دی!

بېګاني وحشت ته

ګوته په غاښ پاتې

لا هم ګنګس دی، چې دا خوب و، که رښتیا و!؟

 

چې ټپی ټپی وجود ته يې ور پام شي

چې د نیم پاتې منبر کوکه کړې یاده

چې ځان وڅنډي، د قوم

د وجدان د پلور له ګرده!

ایله پوی شي، چې غوټ مات دی!

ټول جومات يې دی بایللی

د تکبیر غږ خاموش شوی

د سجدو خاموشي ګونګه

د قیام شور غلی شوی

د سلام انګازه ورکه!

 

د شهید جومات یتیم محراب ولاړ دی!

پرې تېر شوی د تیارې شپې په ټټر کې

داسې ظلم او وحشت دی

چې باور يې لا هم نه راځي پر دې چې

خلک دومره ویده شوي؟

خلک دومره غولېدلي؟

خلک دومره لېوني دي؟

خلک دومره پردي شوي؟

چې ملا ورک دی!

اذان غلی!

منبر نیم دی!

جومات وران دی!

محراب ټوک ټوک

لکه وران افغانستان نیم ژواند ولاړ یم!

خو دوی لا هم،

زما زخمو ته

توجیهاتو باندې بوخت دي؟؟؟؟

 

د شهید جومات یتیم محراب ولاړ دی!

غواړي کوکې کړي ویده ولس را ويښ کړي

د خپل ټول ژوند ننداره يې

سلامته مخته کېږدي

د جومات د چت

لوېدلو لوټو لاندې

د قران نیم سوځې پاڼې

د قسم او د رښتیا اقرار لپاره

کړې ور وړاندې

او ټپي ټپي وجود يې

د حال ژبه کې ګویان شي:

ـ ستاسې ټولو دې قسم وې

وایاست کوم جرم مې کړی؟

زما په غېږ کې د هوارې مصلې ملا

د بشر د نابودۍ کوم چورت وهلی؟

ایا ما ورته ښوودلي

چې د ځمکې په کره کې

د وحشت لپاره پورته

او ایټم ځان ته تیار کړه؟

ایا تاسې اورېدلي

چې زما له غېږې

چا درته ویلي وي، یو وخت کې

چې وحشي شه، ستم کار شه

په نړۍ کې

د بشر له منځه وړو ته

د وسلو فابریکې پرانیزه،

سوډر شه!؟

ما په ټول تاریخ کې دلته

پرېښته نه وه ساتلې؟

تاسې ټولو زما غېږ کې

له سکون او ارام پرته

جرم هم کله لیدلی؟

وکړئ، وکړئ سوګندونه!

دا سوځلې پاڼې لاس کې درکومه

ایا ما درته ویلي چې جاهل شئ؟

ایا ما درته ویلي، چې نوکر د پردي فکر

غلامان د پردي لاس شئ؟

مزدوان د پردي لاس شئ

او پر خپلو ارزښتونو

پښې کېږدئ،

قاتلان شئ

مجرمان شئ

او تر دې اندازې وړاندې

وجدان پلوري تجاران شئ

چې ما ووژنئ

بنیاد مې لا هم ورک کړئ

خو لا هم په رسنیو کې نارې کړئ

د تروریزم

د مرکز

جرړې مې وایستې باداره!

کابل – ۱۳۹۷-۱۲-۳

Related posts