د باد غیس په مرغاب ولسوالي کې عسکرو څنګه ترکمنستان ته پنا ه یو وړه؟

د باد غیس په مرغاب ولسوالي کې عسکرو څنګه ترکمنستان ته پنا ه یو وړه؟

لیکوال نوراني “عزام “
دروان (۲۰۱۹) میلادي کال د مارچ په ۹ نيټه د اسلامي امارت مجاهدينو د بادغيس ولایت مرغاب ولسوالۍ په ټولو دفاعي پوستو او مرکزونو تندریزعملیات پیل کړل.
عملیات چې ۱۰ ورځې يې دوام وکړ د دوښمن ۸ قرارګاوي ۳۷ دفاعي پوستې فتحه شوې ۲۸ عسکرتسلیم شول ۷۸قتل او ۲۱ ژوبل شول. ۵ پایې هاوان ۷ دهشکې ۱ زکویک ۲۲۱ میله کلاشینکوفونه او کارمولي ټوپکونه له دوښمن څخه ونيول شول.
له دې عملیاتو وروسته د مرغاب ولسوالۍ لويديځ طرفته په ۱۵ کلیو ميټری کې د ترکمنستان هیواد سره پر پوله د ماروچاق په سیمه کې د دې سيمې عمومې قموندان( معاون دولت ) له  خپل ټول پرسونل سره د مجاهدينو د احتمالي برید له ډاره د ترکمنستان هیواد ته وتښتېد او هلته يې په ترکمنستان کې پناه واخيسته .
کله چې مجاهدين د ولسوالۍ له عملیاتو څخه فارغ شول او د ماروچاق په سیمه باندي يې د برید تابیا ونیول د ماروچاق په سیمه کې میشت عسکرو د خپل ژوند اومرګ شیبې شميرلي، کله به يې د سپین ږيرو له لاري مجاهدينوته د تسليمۍ پیغامونه لیږل او کله به یې د کابل اداري چارواکو ته د مرستي سوالونه کول.
د کابل ادارې چارواکو د خپل عادت سره سم خپلو افرادو ته په دروغو وعدې ورکولې چې تازه دمي کمانډو اوسپیشل فورس عسکر در روان دي، الوتکي او ډرون درځي خو کله چې د مجاهدينو لومړۍ تعرضي ګروپونه سیمې ته داخل شول دوی پوه شول چې د چارواکو دا هرڅه زموږ د تیر ایستلو لپاره ؤ، او که دلته یوه میاشت هم مقاومت وکړو د مرستي څرک به هم ترسترګو نه کړو.
مجاهدینو د ورځي په اوږدو کې د ماروچاق ټوله سیمه محاصره کړه او د یو پراخ برید تابیا یې ونیول د ماښام له رارسیدو مخکې د اولي دوهمي او پای( ملې) په نامه د ماروچاق مربوط ټولو سیمو ته مجاهدين داخل شوه د لته نو د عسکرو يوې خواته د مرغاب یاغې سیند (رود) او بل طرفته يې د مجاهدينو تعرضي ګروپونه په مخ کې ولاړ ؤ.
له دې سیمي نه د ترکمنستان هیواد شمال طرفته د مرغاب لوی سیند اوجنوب، لویديځ او ختیځ طرفونو ته يې جګي خاوريني غونډی پرتې وې چې مجاهدينو ورباندي سنګرونه نیولي ؤ.
د مارو چاق سیمه چي ټوله د انګورو، مڼو او نورو ډول ډول ميوو په باغونو باندي پوښل شوې ده او د دې ترڅنګ ستري محکمې کلاګاني لري چې دښمن پکي پوستې جوړي کړي وې او په اسانۍ يې نیول کیدل دمجاهدینولپاره سخت و خو دا چې د دښمن مورال لويدلۍ ؤ او هيڅ د مقاومت توان يې نه لاره د ماښام له تیارې په استفاده ټول له رود څخه د ترکمنستان خواته د لرګیو په وړو وړو کښتیو باندي پوري وتل .
تر سهاره مجاهدينو د مارو چاق ټوله سیمه تصفیه کړه ۳ کنډکونه او۱۵ پوستې یې له دښمن څخه ونیولي چې په دي کنډکونو اوپوستو کې له دښمن څخه ۳ دهشکې ۱ هوان او ګڼ شمیر مهمات او وسایل ونیول شوه او ۳۰ تنه هغه عسکر چې له سیند نه پوري غاړي ته نه وه اوښتي تسلیم شول.
څرنګه چې تښتيدلي عسکرو ته لا ترکمنستان پناه نه وه ورکړې او د ترکمنستان په سرحد کې پراته وومجاهدين د ماروچاق له تصفیې ورسته د تښتيدلو عسکرو په تعقیب د مرغاب له سیند نه ورپوري وتل او په سرحد کې پراته عسکريې کلک محاصره کړه.
مجاهدينو ته د خپل مشرتابه لخوا هدایت شوې ؤ چې د عسکرو له وژلو نه بلکې د هغوی د تسلیمۍ کوشش وکړي مجاهدينو د خپل مشرتابه له هدایت سره سم لومړی د هغوی د تسلیمی لپاره د قومي سپین ږيرو جرګه ور ولیږل او د تسلیمۍ غوښتنه یې تري وکړه.
څرنګه چې د کابل ادارې چارواکو دوی ته اوس هم په دروغو د مرستي وعدي ورکولې دوی هم دهغوی په وعدو باور وکړ او د مجاهدينو استازو ته یې د نه تسلیمۍ خبره وکړه چې په دي سره مجاهدينو په دوی باندي برید پیل کړ.
له دې ورځې تر مازدیګره پوري ۴۵تنه عسکرژوندي ونیول شوه اوګڼ شمیر ووژل شول، دښمن له دي تلفاتو وروسته خپله ټوله اسلحه چې تر۶۰میله زیاته وه مجاهدينو ته وسپارل او مجاهدينو د خپل مشرتابه له حکم سره سم له دي تضمین وروسته چي بیا به د کابل ادارې سره کار نه کوي اجازه ورکړه چي د ترکمنستان له لاري د هرات په توره غونډۍ باندي خپلو کورونو ته ستانه شي.
چې وروسته په مرغاب کې له تسلیم شوو عسکرو نه يې ۵۸ تنه نورهم مجاهدينو د خپل مشرتابه د فرمان له مخي له دې تضمین وروسته چې بیا به د کابل اداري سره کار نه کوي دکرایې له ورکړي ورسته خوشي شول .
مرغاب ولسوالي چې د بادغیس تر ټولو پراخه، ګڼ نفوسه او ستراتيژیکه ولسوالي ده، په دې ډول یې له مرکز پرته ټولې سیمې د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې. د مرغاب دغه بریا د الخندق عملیاتو په لړ کې یوه ډیره مهمه او د یاد وړ فتحه وه چې له دښمن څخه نه یوازې پراخې سیمې تصفیه شوې، بلکې ډیر عسکر یې ژوندي ونیول شول او درانه تلفات هم ورته ورسیدل. د دې جګړې په ترڅ کې د دښمن بې وسي او په نظامي ډګر کې د مجاهدینو لوړ مورال او موقف هم یو ځل بیا څرګند شو.

Related posts