د شهيد ملا عبد القهار متوکل تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهيد ملا عبد القهار متوکل تقبله الله  ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

لیکوال: سعد کټوازی

تاريخ په خپله لمنه کې د نړۍ ډېري پېښې را ټولي کړې او رانغښتې دي، زما په فکر د لومړي اسلامي تمدن له نوښتونو را نېولې د افغانانو تر اوسنيو سرښندنو پورې مسلمانان او بيا افغانان تر ټولو نورو زرين او لوړ تاريخ لري، له دې پېښو يو هم له نن څخه دوه نيمي لسيزي مخکې په۱۴۱۵هجري کال د افغانستان په خاوره د طالبانو جهادي غورځنګ را ښکاره کېدل د روانې يويشتمې پېړۍ يوه خورا ستره پېښه وه، چې ورسره پخواني اسلامي تمدن او خلافتونو ته د افغان ولس او يو بشپړ ملت ور ګرځېدلو هيلې را و ټوکېدې، خو نه دا پېښه له قربانيو او سرښندنو پرته را منځته شوې وه او نه يې پنځولې هيلې پر مفته پوره کېدای شوې، بلکې ياد غورځنګ يې ټول تر کومي تېراوه او دا د هغه لپاره يو ستره ابتلاء او أزمون و.

خو دا چې د طالبانو غورځنګ په نړيواله کچه يو غښتلی او غوره مدیريت لاره؛ نو د ورځو په شمېر موده کې يې ملي بڼه خپله کړه او د أفغان غوندې يو غيور او باتور ملت له هر اړخيز ملاتړ څخه برخمند شو، يو بېلګه اېز اسلامي حکومت او نظام شو، بېرته و نړول شو، د غورځنګ ۸۰ سلنه غړي له منځه لاړل، شهيدان ــ معيوب ــ أسيران او ياهم منفک شول، خو هغه ملي غورځنګ چې تر يو مدبر او غښتلي مدېريت لاندې وي نه ماتېږي، نه مورال له لاسه ور کوي، نه له خپلو غوښتنو او ارزښتونو يوه لوېشت شاته کېږي او نه هم خپلو قربانيو او ارزښتونو ته شا او پرې معاملې کولو ته تيارېږي.

همدا دی چې د طالبانو جهادي غورځنګ په هماغه ملي بڼه خو څو برابره زياتو او لوړو موخو او لاسته راوړنو سره د خپل عمر پر۲۶ کال کې ګام اېښی او د هېواد ټوليزې، خپلواکي او ملي واکمنۍ ته په را ګرځېدو دی، د دې غورځنګ په وړاندې ځانته د دنيا لومړۍ رتبه طاقت ويونکې ناټو غړي هېوادونه ټول دېته اړ دي چې د خپلي ماتې په سوغات کې د طالبانو ملي غورځنګ د يو قوي سياسي ځواک په توګه و مني، لکه چې امريکا، چين اوروس منلی دی، له شک پرته دا د خدای پاک له پرلپسې مرستې وروسته د ياد غورځنګ د حقانيت او رښتونولۍ نښه او د قربانيو رنګ دی، بل هېڅ نه.

لاندې د دې غورځنګ د يوه نوموتي مجاهد ژوند پاڼه په څو ټکو کې کاږم، د شهيد ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله د تګلاري او تګلوري که د اوږدو او نا پېيلو کیسو په بڼه ژوندۍ بېلګې را أخلو، نو له يوې خوا هغه له شمېره وتلې، له بلي خوا د شهید متوکل تقبله الله بارز شخصيت ټولو ته مالوم دی او اړتيا يې نه ليدله کېږي، له همدې أمله به يې په لنډه توګه دومره څه ياد کړو چې دغي اوږدې او ناپېيلې کيسې او همداراز يې ترسره کړيو چارو او کارنامو ترې سرچېنه أخیستې او د هغه تقبله الله د ژوند لويه برخه جوړ وي.

زوکړه او زدکړې يې: شهيد ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله د أمير خان زوی او په قوم علېزی و، هغه تاند ځلمی و چې د خپل جهادي يون په پيل کې د عبد القهار فاتح په نوم هم يادېده، په۱۳۶۱لمريز کال کې د پکتېکا ولايت، ډيلي ولسوالۍ د چروډې کلي په يوه غريبه، علم دوسته او مجاهده کورنۍ کې زېږېدلی، پوره ۱۵ کاله له زرګونو کیلومتره ليري څخه راغليو صليبيانو او د هغوی له أجيرو سره په پوره مېړانه او متانت و جنګېد، د خپل ژوند دوه برخې يې په همدې لاره کې تېري کړې او په همدې لاره يې خپل علمي او جهادي ژوند د شهادت پر ستر وياړ پای ته و رساوه او نور له غورځنګه و لوېد، تقبله الله .

شهيد ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله لومړنۍ او منځنۍ ديني زدکړي د کلي له ملا امام، د سيمي له مولوي عبدالمتين صيب، مولوي رازمحمد صيب او مولوي نورمحمد صيب څخه کړې وې، له دې پرته د هجرت په ديار کې د لورلايي سيمې په ژېړ کلي کې له مولوي بسم الله صيب څخه او په ګڼو نورو سيمو او مدرسو کې هم زدکړې ترلاسه کړې وې، خو لوړي زدکړې ترې په دې وروستيو کې د جهادي بوختياو له أمله پاتې شوې وې.

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې يې درسونه ويل د ځوانۍ او طالبۍ يې ګډ مهال و، هغه به نزدې ۲۰ کلن و چې په افغانستان امريکايانو يرغل وکړ، کورنۍ او نزدې قریب قومندان عبدالرازق فقيرتقبله الله چې د مجاهدينو يوه ډلګۍ يې هم درلوده ورته يې د جهادي فعاليت اجازه ورنکړه ترڅو ديني زدکړي پر مخ يوسي او د نوي جهادي بهير له أمله ترې نيمګړې نشي.

د جهاد پيل يې: ملاعبدالقهار متوکل تقبله الله که څه هم کشر و او سبقونو يې دوام درلود، خو د ځوانۍ په دې پسرلي لا هم د جهادي فکر څښتن او له دغې ولولې څخه سرشاره و، په۱۳۸۳لمريز کال د سيمي له يو بل طالب ملاعبدالله سره د جهاد په تکل د کندهار پنجوايي ولسوالۍ ته لاړ او دا يې د وسلوال جهاد پيل و، له هغه وروسته له عبدالرزاق فقير تقبله الله سره ملګری شو، د عبدالرزاق فقيرتقبله الله له سخت دردوونکي شهادت وروسته د هغه ورور ملامحمد اخند د هغه ځای ناستی و ټاکل شو او شهيد متوکل تقبله الله له ملا محمد اخند سره شو، دغه مهال هغه د جهاد مورچلونو د ګرم ساتلو ترڅنګ سبقان هم ويل او په جهادي خدمتو کې د شهادت تر ورځې له ملا محمد اخند سره ملګری و.

نوموړي تقبله الله په خپل جهادي ژوند کې نه هېريدونکي خدمتونه ترسره کړې، د پکتېکا، غزني او ننګرهار په ګڼو سيمو او ولسواليو کې يې جهادي فعاليتونه کړي او په تېرو ۱۵کالو کې ترسره کړې کارنامې يې د پخې جګړه ايزي تجربې ښکارندويي کوي. د هغه ښې وړتيا ته په کتو کله چې شهيد أمير المؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله له لورې د قطعو ترتيب و نېول شو، نو ملاعبدالقهار متوکل تقبله الله د قطعې د يوې سريې مشر و ټاکل شو او له همدې مسئوليت سره ترې لوړي زدکړې پاتي شوې، د پکتېکا ولايت د مرکز، مټاخان، اومنې، خوشامند، يحی خېلو، يوسف خېلو، خيرکوټ، جانیخېلو، ډيلي، وازه خواه، ووړممۍ او تروې ټولو۱۲ولسواليو په سترو عملياتو کې يې ګډون درلود او زياتې لاسته راوړنې يې درلودې، د يوې لنډې مودې لپاره چې د قطعې مرستیال حج ته لاړ د هغه په نيابت يې د قطعې چارې په خورا ښه توګه ترسره کړې.

د۲۰۱۰م کال د جنورۍ په۱۴مه د غزني په اب بند کې د دښمن په عسکرو کامياب کمين و واهه، په ۱۳۹۴ لمريزکال کې د وازيخوا ګواشتې سيمې۷پوستې د شهيد متوکل تقبله الله په مشري کې فتحه شوې، د اومني ولسوالۍ په فتحه کې هم متوکل يو کليدي رول درلود، په خوشامند کې يې د يو بريالي کمين په وهلو سره د دښمن محاصره دړي وړي کړه، د۱۳۹۶لمريز کال د لړم مياشتي په۳مه د تروې ولسوالۍ کې د شهيدمتوکل تقبله الله په مشرۍ عمليات پيل شول، چې نږدې۲۰ورځې يې دوام وکړ، د ګومل تر فتحي وروسته د۲۰۱۸ م کال په لسمه مياشت کې د پکتیکا والي پېراغا صاحب د هغه په مشرۍ يوه سريه د ننګرهار خوګياڼیو ته و لېږله چې رسمي وخت يې۴۰ورځې و ، خو هلته يې دوه مياشتې تېري کړې، په روان۱۳۹۷لمريز کال کې داسې مهال چې د يوې سريې مشري يې هم په غاړه درلوده د اومني ولسوالۍ جهادي مسئول و ټاکل شو او د دې ولسوالۍ د زواکې په نوم ليري پرته سيمه کې د دښمن مهم ميشت ځای او پوستې يې فتحه کړې، په دې برسېره يې په ګڼو نورو پروګرامونو کې هم برخه أخيستې وه، لکه د غزني په مقر او آب بند ولسوالۍ او چوله سېمه کې په کاروانونو عمليات، تېرکال د ګومل فتحه او داسي نور…

شخصيت يې: د شهيد ملاعبدالقهار متوکل تقبله الله د خوی او عادت، ساده ټولنيز او انفرادي ژوند، جهادي هلو ځلو، فداکاریو، له ملګرو او ولسي وګړو سره په زړه پوري چلند او برخورد، له مشرانو سره اړېکو او هغوی ته يې درناوی، جګړه اېزي وړتيا او بصېرت، جرأت اومېړانې، د جهاد په لاره کې ستړو او خواريو، جهادي اهدافو ته وفا او تعهد په اړه که هرڅومره و وايو، بیا هم ليږ به وي.
شهيد متوکل تقبله الله د تدبر، اخلاص، تقوا، متانت او ښې وړتيا نمونه، د مېړانې، جرأت، ثبات، حوصلې او ايثار مجسم منار او د هغو ټولو ځانګړنو څښتن مشر و چې يو د لوړې سويې بريالی قوماندان يې بايد ولري، هغه د ښې کار ګردګۍ، جهادي بصېرت او د اسلامي امارت اهدافو ته د تعهد پر مټ د مشرانو ترمنځ ځانګړی درنښت او مقام ترلاسه کړ، د پکتيکا له جهادي مسئول محترم پيراغا صيب او د قطعې معاوين سيلاب صاحب او بيا ذبيح صيب سره يې نږدې اړيکې او سلامشورې درلودې، مشرانو په هغه تقبله الله قوي باور او هغه ته زيات درناوی درلود، د خپلو پروګرامونو په اړه يې ور سره بحث او مشورې کولې او د هغه تقبله الله خبره يې له پوره پاملرنې سره اورېده، د وازيخواه ولسوالۍ نوموتی مجاهد محبوب الله صادق چې له متوکل سره يې د ننګرهار خوګياڼیو په سريه کې هم برخه أخيستې وايي چې د داعش په وړاندې د خط مشر د خط زياتره چارې شهيد متوکل ته سپارلې وې.

شهيد ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله د غښتلو مټو، مهاب او جذاب هيکل څښتن، خو له دې سره سره يو خورا متواضع او سپين زړی شخص و، له هر ډول تکلفه خالي او ساده ژوند يې کا وه، د مشرانو په اطاعت او همدارنګه د اسلامي امارت اهدافو ته په وفا او ژمنتيا کې يې بېلګه نه درلوده، د وسلوال جهاد په ډګر په هره دنده پوه او ور کې غښتلی و، په دې لاره کې يې شپه او ورځ په ځان يوه کړې او ډېرې سړې تودې يې هم ګاللې وې، د جهاد په پيل کې له کندهار څخه بېرته خپلي سيمي ته د راتلو په مهال د کندهار په شکاپور سيمه کې و نېول شو او له لس ورځي سخت تعذيب وروسته د پيسو په بدل کې را خوشي کړل شول، د ګومل ولسوالۍ په غرونو کې چې پياده روان و د اشغالګر دښمن لخوا پرې ډرون برید وشو خو هغه ترې ژوندی ووت، د پکتيکا جانخېلو ولسوالۍ کې د شاطورو په پوسته د عملياتو په مهال زخمي شو او داسې ګڼ نور.

شهيد ملاعبدالقهار متوکل تقبله الله د برياليتوب رمز او راز له مجاهدينو ملګرو او عامو وګړو سره په بېساري ښه تعامل او برخورد کې و، هغه د ښو أخلاقو او نرم مزاج ترڅنګ يو خوښ تبعه، خوږمن او خندان ځوان و چې له امله يې د ټولو په زړه کې ځای درلود، مجلس به له هغه تقبله الله پرته نېمګړی برېښېده، له عامو وګړو سره يې بېخي نرم او پوست چلند کاوه، چا ترې بده خاطره نه لرله او نه يې ترې کوم بد اورېدلي او لېدلي ول، له همدې أمله چې به هغه تقبله الله چېرته لاړ د هغه ځای خلک به يې ډېر زر پرځان راټول او رامات کړل او بيا نه يواځې دا چې پرمختګونه به يې زيات و ، بلکې د ده په هڅو به د ډېرو خلکو اندېښنې ځوابېدلې او اولسونه به یې د مکار دښمن توطيو په وړاندې راوېښول، محبوب الله وايي، چې په ننګرهار کې د خط د مشر په ګډون ټول مجاهدين ترې زيات خوښ و، هغه ټولوته يو منلی شخص و او له همدې أمله د شهيد متوکل تقبله الله سريې هلته تر رسمي وخت زياته موده تېره کړه.

ځيني خاطرې يې: د شهيد ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله په وينه کې مېړانه او جرأت أغښل شوي و، د وېرې، په هرڅومره سخت حالت کې به نورمال و، د وارخطايي او پرشاتګ په نوم يې څه نه پېژندل، د وفادار په نوم د هغه يو ملګری وايي: د آب بند ولسوالۍ په ړند خېلو سېمه کې مو پر عسکرو کمين و واهه، جنګ پيل شو دوی بريد ته ځان جوړاوه چې شهيد متوکل په منډه له کمينه ور پاسېد څلور واړه يې قتل او د هغوی ثقيلان يې ترې ولجه کړل، همدارنګه د احمد په نوم د شهيد متوکل تقبله الله ملګری وايي: په ګومل کې سره روان و چې د ډرون فائر راباندې وشو او شهيد متوکل تقبله الله يو لور ته وغورځېد، کله چې را پورته شو له ځانه يې خاورې ټکوهلې او ويل يې: خدای پاک ښه ساتلي يو او ښه ژوند يې را کړی دی.

محبوب الله صادق وايي چې ما له شهيد متوکل تقبله الله سره په تروې، ګواشته، اومنه، ګومل او جلا آباد کې ملګرتيا کړې وه، هغه تقبله الله يو نه ستړی کېدونکی، د پخې تجربې څښتن مجاهد او مدبر مشر و، دی وايي د تروې ولسوالۍ د عملياتو په وار يوه ورځ سهار مهال عسکرو غوښتل پر مجاهدينو لاره بنده کړي، شهيد متوکل تقبله الله پرې له کمینه راپورته شو او یو ناتار ډزې یې پرې پیل کړې، په دې سره د دښمن عسکر له مقاومت پرته و تښتېدل.

محبوب الله وايې د ننګرهار په خوګياڼیو کې به متوکل شپه او ورځ پيرې درولې وې او د ترصد ملګري به يې په شاوخوا کې ځای پرځای کړي و، يوځل د شپې له مخې دښمن زموږ په خط د چاپې هڅه وکړه او ټانکونه يې خط ته د ننه کړل، متوکل تقبله الله په ملګرو غږ کړل چې هېڅ مشکل نه دی ځانونه تيار کړئ! له دې سره سم په راغلي دښمن تندرېز بريدونه پيل شول هغه و چې د مجاهدېنو په غبرګون لېدلو دښمن د تېښتي لاره خپله کړه، دی وايي له دې پرته هم د شهيد متوکل تقبله الله په مشرۍ پر داعشيانو چريک او تکتيکي بريدونه وشول چې دولس داعشيان پکې له منځه لاړل.
محبوب الله وايي د اومنې په فتحه کې د يحی خېلو له لورې د مزدور دښمن شوبلې د اومنې مربوط سيمې ته را ورسېدې او پر مجاهدېنو له دوو خوا وو بريدونه کېدل، ماښام مهال شهيد متوکل تقبله الله د۱۲ملګرو په ملتيا مخته ورغلل او سنګر يې و نېو، سهار لمرڅرک يې پر راغلې قوه لړزوونکي بريدونه پيل کړل او دښمن د تلفاتو په لېدو بېرته يحی خېلو ته و تښتېد، شهيد متوکل تقبله الله هم د اومنې مربوط پوستو ته را و ګرځېد او ټوله ورځ يې همدلته په عملياتو کې تېره کړه.

شهادت يې: دا چې شهيد ملاعبدالقهار متوکل تقبله الله د خپل فعاليت په هرځای کې د دښمن لپاره په لويه سرخوږي اوښتی و، نو ځکه دښمن ته ډېر مطلوب و، د شهيد متوکل تقبله الله د له منځه وړلو او شهادت لپاره چې دښمن څومره هڅې کړې، په مخامخ بريدونو کې يې د متوکل په نښه کولو زحمت او خوارۍ کښل ې هغو ملګرو او خلکو ته ښه درک شته چې په تېرو لږ ترلږه پنځو کلو کې يې په خپله لېدلي او اورېدلي دي.

د خدای د لارې دغه سپاهي، د اسلامي امارت غورځنګ په يوه سخته ستړې او ازمايشي مرحله کې يوه نېمه لسېزه په لوړ مورال او فولادي عزم لوبېدونکی شهکار او د تاندي ځوانۍ څښتن ملا عبدالقهار متوکل تقبله الله د۳۶کالو په عمر له خپل يوه ملګري حسن خان امين او يو د فدايي په نوم بندي وګړي سره د ۱۳۹۷لمريز کال۸/۲۸/هغه مهال چې د اومني ولسوالۍ سپني بازار ته څېرمه د سيدخيل کلي په درې کېلومترۍ کې په لاره و د امريکايي بې پيلوټه الوتکي تربريد لاندې راغلل او د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل (انالله وانا اليه راجعون)، شهيد متوکل تقبله الله ترشا مور او پلار، څلور وروڼه، پنځه اولادونه، يوه تور سرې او په خپله روحيه سمباله سريه پرېښودل، روح دي يې ښاد او ياد دي يې تل ژوندی وي.

Related posts