اشرف غني دې خپل بهرنی تړاو تعریف او توضیح کړي

اشرف غني دې خپل بهرنی تړاو تعریف او توضیح کړي

د اونۍ تبصره:
د مارچ میاشتې په لسمه نیټه د کابل د ګوډاګۍ ادارې مشر اشرف غني په ارګ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت را بلل شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې طالبان باید له ګاونډي هیواد پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. نوموړي وویل چې د طالبانو د بهرنیو اړیکو موضوع دې د سولې په مذاکراتو کې تر بحث لاندې ونیول شي.
د دې موضوع په اړه باید ووایو چې اسلامي امارت همیشه په نړیواله او منطقوي کچه د خپلو سیاسي اړیکو په اړه قانع کوونکي وضاحتونه ورکړي دي. اسلامي امارت خپل دا موقف تل ابلاغ کړی او هم یې عملا ثابته کړې چې له هیڅ بهرني جهت سره وابستګي نه لري، البته د ځان لپاره خپل دا حق خوندي ګڼي چې د مشروعو سیاسي اړیکو او ډیپلوماتیک تماس تر حده نه یوازې د سیمې او ګاونډ له هیوادونو بلکې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سره روابط ولري. هغوی ته خپل پيغام ورسوي او له دې سیاسي روابطو د خپل هیواد او اولس لپاره د جلب منفعت او دفع ضرر په برخه کې کار واخلي. دې ته په پام سره پاکستان هم د افغانستان یو ګاونډی هیواد دی چې د افغانستان پخوانیو ټولو حکومتونو ورسره سیاسي روابط پاللي دي. پاکستان چې زموږ له هیواد سره دیني او کلتوري مشترکات لري، اسلامي امارت نه ورپورې وابستګي لري او نه هم ورسره په اړیکو کې د دښمنۍ تر کچې تشنج غواړي، بلکې د سیمې د نورو هیوادونو په شان ورسره د متقابل احترام په چوکاټ کې سیاسي روابط پالل خپل حق ګڼي.
که خبره د بهرنیو اړیکو د وضاحت شي، نو اشرف غني هم باید خپل بهرنی تړاو تعریف او توضیح کړي، دا چې نوموړي د خپل ژوند اکثر کلونه په امریکا کې اوسیدلی، د زده کړو د مرحلې حتی یوه دوره یې هم بشپړه په هیواد دننه نه ده لوستې. د ماشومتوب، ځوانۍ او منځني عمر ټول کلونه یې په امریکا کې تېر کړي او شخصیت یې له هماغه محیط څخه په تأثر جوړ شوی دی، د خپل هیواد له کلتور او دودونو سره نابلده دی. د اسلامي عباداتو د اجراء په مهال پرلپسې غلطۍ کوي. د هیواد په ملي ژبو له املاء او لیکوالۍ سره نابلده خو په پردیو ژبو حتی کتابونه لیکي. ازدواجي رابطه یې هم بهرنۍ ده اولادونه یې هم بشپړ امریکایان او کورنۍ یې په امریکا کې میشته دي.
له دې علاوه نوموړي خپل ټول ژوند د امریکا د متحده آیالاتو په تعلیمي او حکومتي ادارو کې په خدمت تېر کړی او افغانستان ته له امریکایي یرغل سره یو ځای راغلی دی. د اشغال په تیرو اوولسو کلونو کې اشغالګرو د یوې مهمې سیاسې مهرې په حیث مطرح کړی، تشهیر کړی او تقویه کړی دی. د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په استناد، د ۲۰۰۹ م کال په ټاکنو کې یې د امریکا خاص استازي هالبروک ناکامي فاجعه بللې وه، او په ۲۰۱۴م کال د امریکایانو په مخامخ او ښکاره مداخله د ارګ تر څوکۍ ورسول شو، چې د واکمنۍ په سبا یې لومړنی کار له امریکا سره د شرمناک امنیتي تړون امضاء کول و.
دغه ټول دلائل ثابتوي چې اشرف غني که څه هم د افغانستان تبعه دی، خو د شخصیت، فکر، تعهد، کاري سابقې او سیاسي ژمنتیا له درکه د یوه امریکایي شک پرې کیدلای شي. په خاص ډول په دې شپو ورځو کې چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې ځانګړي قاتلان په شپنیو عملیاتو کې افغان اولس په پوره بي رحمۍ وژني، کورونه یي ورانوي، مالونه یي لوټوي، د مقدساتو توهین کوي، هره ورځ د ولسي غمیزو شواهد په رسنیو کې ګرځي. خو اشرف غني پرې هیڅ باک هم نه کوي، داسې معلومیږي لکه نوموړی چې له دې اولس سره هیڅ تړاو او نسبت نلري. اما کله چې په امریکا کې کومه شرابي په نایټ کلب کې ډزې وکړي او همجنس بازان ووژني، نو تر ټولو مخکې پرې اشرف غني د خواخوږۍ او غمشریکۍ پیغامونه خپروي.
دې ته په پام سره افغان اولس غوښتنه لري چې اشرف غني دې له امریکا سره خپل پخوانی او اوسنی تړاو تعریف کړي.

Related posts