اپریل 21, 2019

په اسلام اباد کې د ناستې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په اسلام اباد کې د ناستې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ تاریخ له امریکايي پلاوي سره د پاکستان هیواد پلازمینه اسلام آباد کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم غونډه وشي.
اسلامي امارت په یاده غونډه کې د خپلو استازو د ګډون تابیا نیولي وه، خومتاسفانه چې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم زیاترو غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو د تورلست له امله دسفر زمینه مساعده نشوه، له همدې امله یاده غونډه وځنډیده، د یادونې وړده چې د غونډې ځنډیده په اسلامي امارت پورې اړه نه لري ځکه د اسلامي امارت له لوري غونډې ته پوره چمتو والی نیول شوی وو.
نور چې په دې اړه په رسنیو کې کوم راپورونه اوریدل کیږي چې ګنې دا غونډه د اسلامي امارت لخوا لغوه شوي او یانور لامولونه یادیږي هغه هیڅ حقیقت نه لري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۲/۶/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/17م

Related posts