اپریل 21, 2019

د مذاکراتو دراتلونکي پړاو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د مذاکراتو دراتلونکي پړاو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

داچې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د مذاکراتو سلسله شروع ده او تر اوسه پوری یې په قطر هیواد او متحده عرب اماراتو کې غونډې تر سره کړې دي، د تیر مجلس په جریان کې د شوي توافق سره سم به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام پیدا کوي.
همدا ډول د پاکستان هیواد د حکومت په رسمي غوښتنه به د روان ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۱۸ نیټه له امریکایې ټیم سره د اسلامی امارت د مذاکراتي ټیم ناسته او مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره شي او د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم غړي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري، د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۸/۶/۱۴۴۰هـ ق
۲۴/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/13م

Related posts