جون 20, 2019

فراه : خاکسفید کې د۲مهموقومندانانو په شمول د ۱۰۰ تنه اربکیانو اوپولیسو دتسلیمۍ په مناسبت شانداره غونډه ترسره شوه

فراه : خاکسفید کې  د۲مهموقومندانانو په شمول د ۱۰۰ تنه اربکیانو اوپولیسو دتسلیمۍ په مناسبت شانداره غونډه ترسره شوه

د فراه ولایت  دخاکسفید ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دقومندان مهربان او قومندان  بسم الله  په شمول ۱۰۰ تنه پولیس اواربکیان چې دهمدي ولسوالۍ دخوست دسیمي له فتح وروسته تښتیدلي ؤ  او تېره ورځ  مجاهدینو ته تسلیم شول  په همدي مناسبت  پرون شانداره غونډه ترسره شوه

غونډه دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت  سره  پیل شوه

په غوڼډه کې ګڼ شمېر علماؤ ، قومي مخورو ، مجاهدینو  ددعوت اوارشاد  مسؤولینو  سربیره  په پراخه  پیمانه عامه مسلمانانو هم ګډون کړی ؤ

په غونډه کې دنورو علماؤ ترڅنګ داسلامي امارت دجلب اوجذب کمیسیون غړیو ( الحاج مولوي صمیم صاحب، الحاج مولوي عبدالهادي صاحب ، الحاج قاري عبدالمالک صاحب   ) هم ویناوي وکړي

دغونډي په مهال   دجهاد داهمیت ، فرضیت ، اویولړنوورو  مهمو موضوعاتو باندي مفصلي ویناوي واورول شوي  او تسلیم شویو اربکیانو اوپولیسو په خپلو تېرو کړنو پښیماني وښوده اوکلک هوډ یې څرګند کړچې  نور به  هیڅکله  دګوډاګۍ ادارې لیکو ته  ورنه شي  بلکه تر خپل وس پوري به  د مجاهدینو همکارۍ ته دوام ورکوي

مجاهدینو هم  له نوموړو مننه وکړه چې دحقایقوپه درک کولو سره  یې  دباطل لار پرېښوده او حق ته تسلیم شول

نوموړو  لسګونه  میله  وسلې هم ترمجاهدینو پوري راورسولي

غونډه ماسپښین مهال  داسلامي امارت  د مجاهدینو په بریاؤ  په دعاګانو سره پای ته ورسیده

2018/11/17

Related posts